پاکستان د افغانستان د هوايي چلند ادارې کارکوونکو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابروي 

0
261

پاکستان د افغانستان د هوايي چلند ادارې کارکوونکو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابروي 

دا پرېکړې وورسته له هغې کېږي، چې تېره اوونۍ د امیر خان متقي په مشرۍ د ا.ا.ا یو جګپوړی پلاوی اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

 

(2021 /  11 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پر فېسبوک‌پاڼه یوه خپاره شوي پیغام کې لیکل شوي، افغانستان او پاکستان د هوانوردۍ په برخه کې تازه هوکړې کړي دي چې له مخې به يې د اور وژنې، ترافیکي کنټرول، خوندیتوب، هوايي ډګر مدیریت او هوا پېژندنې په برخو کې د افغان هوايی چلند کارکوونکو ته مسلکي زدکړې چمتو کوي.

پیغام کې ویل شوي چې د دواړو لوریو ترمنځ دا پرېکړه هم کړې چې تر دې وروسته به د دواړو هيوادونو تر منځ پروازونو کې زياتوالى راځي.

د پرېکړې پر بنسټ، د دواړو هېوادونو تر منځ به اوونۍ کې ۱۰ الوتنې کېږي او په اوونۍ کې به د ۱۰۰۰ پر ځای تر یو نیم زر پورې مسافر کولای شي، د دواړو هېوادونو تر منځ سفر وکړي.

دغه راز ویل شوې افغان هوايي شرکتونه کولاى شي چې د افغانستان د هر هوايي ډګر څخه د پاکستان اسلام اباد، پېښور او کويټې هوايي ډګرونو ته الوتنې وکړي.

دا پرېکړې وورسته له هغې کېږي، چې تېره اوونۍ د امیر خان متقي په مشرۍ د ا.ا.ا یو جګپوړی پلاوی اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

Leave a reply