عمران خان به نن د ۱۶ ارب روپو د سرک پروژې د بنسټ ډبره کیږدي
باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان به نن ماښام په اسلام آباد کښې د يو لړ دستورو په لړ کښې د للھ نه تر جهلم روډ د بنسټ ډبره کېږدي.
د 128 کلومیټر دوه لین سړک به د 16 اربه روپو په لګښت جوړیږي او په 30 میاشتو کې به بشپړ شي.
د وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین د ټولنیزو رسنیو پانړې د رپورټ مطابق د دغه سړک په جوړېدو سره به چکوال، خوشاب، منډي بهاوالدین، ګجرات او میرپور سیمې سره ونښلول شي او اولس ته به ډیره ګته او اسانتیاوي په لاس راشي.
هغه زیاتوي چې دې سرک جوړولو لپاره به د کار فرصتونه زیات کړي او اقتصادي وده وکړي چې له وجهې به ی ددې ځای اولس خلقو په ژوند ډیره ښه اغیزه وشي.
غونډې ته به وزيراعظم، د پنجاب وزيراعلي سردار عثمان بزدار او د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري وینا ګانې وکړي.