برېټانیوي ځواکونو ګڼ شمېر بې دفاع افغانان وژلي دي

برېټانیوي ځواکونو ګڼ شمېر بې دفاع افغانان وژلي دي
راپور کې راغلي، د بریټانیا ځانګړو ځواکونو په داسې حال کې دا بې دفاع اسیران وژلي دي چې د هغوی له لوري دوی ته هیڅ راز ګواښ هم متوجه نه وو.
(2021 / 11 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بي بي سي انګلیسي د یو راپور په خپرولو سره د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو د یو شمېر هغو عسکرو له قوله چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی دی ویلي چې بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې ګڼ شمېر بې دفاع اسیران وژلي دي او بیا یې اسناد او شواهد له منځه وړي دي.
راپور کې راغلي، د بریټانیا ځانګړو ځواکونو په داسې حال کې دا بې دفاع اسیران وژلي دي چې د هغوی له لوري دوی ته هیڅ راز ګواښ هم متوجه نه وو.
په راپور کې راغلي چې بریټانوي عسکرو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې اووه تنه هغه بې دفاع افغانان هم وژلي دي چې هڅه یې کوله ځانونه پټ کړي.
اړوند موضوعات:
یوه بريټانیاوۍ نشریه لیکي چې ښايي طالبان له بریټانیې د تېرو شلو کلونو غرامت وغواړي
د یادونې وړ ده چې وړاندې تر دې هم د ناټو عسکرو په افغانستان کې ورته وژنې کړې دي خو د څېړنو تر ژمنې ورهاخوا یې په اړه هیڅ عملي اقدام نه دی شوی.






