یوه بريټانیاوۍ نشریه لیکي چې ښايي طالبان له بریټانیې د تېرو شلو کلونو غرامت وغواړي

0
216

یوه بريټانیاوۍ نشریه لیکي چې ښايي طالبان له بریټانیې د تېرو شلو کلونو غرامت وغواړي

مېرور په نامه بریټانیوۍ نشريې لیکلي چې طالبان په دې هڅه کې دي چې له بریټانیا په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو حضور تاوان واخلي او د افغانستان په بیا رغونه کې ئې ولګوي.

 

 

(2021 / 10 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

مېرور په نامه بریټانیوۍ نشريې لیکلي چې طالبان په دې هڅه کې دي چې له بریټانیا په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو حضور تاوان واخلي او د افغانستان په بیا رغونه کې ئې ولګوي.

مېرور زیاتوي چې طالبان په دې هڅه کې دي چې څنګه بریټانیا دېته مجبوره کړي چې پۀ افغانستان کې د تېر شل کلن فوځي ماموریت تاوان ورکړي.

دغې نشريې د ځینو طالبا چارواکو له قوله لیکلي چې طالبان به پۀ بریټانیا فشار راوړي چې یا د تېر شل کلن تېري پر افغانستان باندې تاوان ورکړي او یا هم د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.

سرچینه کاږي چې دغه تاوان ممکن میلیاردونه ډالرو ته ورسېږي، بل خوا بیا یوۀ بريټانیاوي لوړپوړي فوځي ویلي چې پر افغانستان دې د اوس لپاره مرستې بندې شي ځکه په وینا ئې هلته تر اوسه داسې حکومت ندی رامنځته شوی چې مرستې دې پۀ عادلانه توګه ووېشي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې تازه طالبان له واک ته رسېدو وروسته د امریکا لوړ پوړو چارواکو سره په خبرو بوخت دي.

 

Leave a reply