صدر پاکستان د دو ورځو په دوره کویټه ته تللې دې

باغي ټي وي رپورټ
کویټه: د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي په دوه ورځۍ سرکاري دوه د بلوچستان مرکز کویټه ته رسیدلې دې، په دې دوره کښې صدر سره وړومبې میرمن بیګم ثمینه عارف علوي هم ملګرې وه.
د خپور شوي رپورټ مطابق صدر ډاکټر عارف علوی ته د د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا او وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو، صوبائي وزير سردار عبدالرحمن خان کھيتران ٬د بلوچستان چيف سېکټري مطهرنياز ، د پوليس آئي جي رائے طاهر او د صوبائي محتسب نظر بلوچ پشمول اعلی چارواكو صدر مملکت ډاکټر عارف علوي او بيګم ثمينه عارف علوي ته هركلې ووې.
د اې پي پي رپورټ مطابق صدر پاکستان ته په بلوچستان او بیا ګورنر هاوس ته په راتګ د بلوچستان کسټبلري یوې چمتو دلې سلامی پیښ کړه او د پاکستان صدر ته ی عزت ورکړو.






