شاه محمود قریشي د وزیراعظم خاص مرستیال سره لیدلي

0
221

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي د وزیراعظم خاص مرستیال او د سندهه پخواني وزیراعلی ډاکټر ارباب غلام رحم سره د پیر په ورځ د خارجه وزارت په دفتر کښې یو مهم ملاقات کړې دې.

په ملاقات کښې په اهمو موضوعاتو ټینګار وشو او د قریشي او د وزیراعظم خاص مرستیال له اړخه په اولس چارو او په سیاسي مسلو او نورو مهمو موضوع ګانو د خپلو خیالاتو څرګندونه وکړه.
په دې موقع شاه محمود قریشي د ډاکټر ارباب غلام رحیم په سندهه صوبه کښې د پي ټي آیی ګوند مضبوط جوړولو لپاره د عملی هلو ځلو ستاینه وکړه .
په سندهه کښې په لویو او کامیابو عوامي جلسو هم شاه محمود قریشي ډاکټر ارباب غلام رحیم ته مبارکي ورکړه او ددوی هلې ځلې ی په ښو ټکو کښې وستایلې.

Leave a reply