احساس سکالرشپ، ۲۷۰ زده کوونکو ته د ۳ کروړه روپو چیکونه ورکړل شو

0
82

باغي ټي وي رپورټ
ملتان: د پاکستان وزیراعظم عمران خان د احساس سکالرشپ پروګرام تر سیوري لاندې د پنجاب د صوبایی وزیر ډاکټر اختر ملک د یونیورسټي آف انجینیرنګ او ټیکنالوجي ملتان څه ۲۷۰ زده کوونکو ته د ۳ کروړه روپو مالیت چیکونه ورکړل.

د اي پي پي رپورټ مطابق د ملتان په دې پوهنتون کښې هر یو زده کوونکي ته د ۱ لک او ۷ زره او ۲۵۰ روپو نغد د احساس سکالر شپ چیکونو ورکړل شوی، دې زده کوونکو د حکومت او وزیراعظم عمران ستاینه وکړه او ویل چې دې سره د زده کوونکو ډیره حوصله افزایی وشوه او ددوی مالي ستونزې هوارې شوې.
د زده کوونکو له دا احساس سکالر شپ ورکولو په موقعه د یونیورسټی آف انجینئرنګ اېنډ ټېکنالوجی ملتان وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عامر اعجاز، رجسټرار ډاکټر عاصم عمر ، انجینئر ظهیر عباس، انجینئر کاشف،انجینئر کامران عمر او ګڼ شمېر زده كوؤنكي موجود وو۔ په دې صوبائي وزير ووئيل د احساس سکالر شپ پروګرام مقصد د قابلو زده كوؤنكو ډاډګيرنه كول دي دغسې چې د هغوي د زده كړې سرګرمۍ لا تندې كړې شي او هغوي خپل تكنيكي ضروريات هم ترسره كړې شي۔ په دې موقعه وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عامر اعجاز صوبائی وزیر ته د پوهنتون د نوې ودانۍ جوړولو په اړه بريفنګ وركړو.
صوبای وزیر د پوهنتون د وایس چانسلر په دې تعلیمي اداره کښې د زده کوونکو د اسانتیاوولپاره هلې ځلې کولو ، د زده کوونکو شمیر زیاتولو، د نوي تعلیمي پروګرامونو پیل کول د هڅو ستاینه وکړه او دوی ته ی مبارکي ورکړه.
زده کوونکو هم په دې غونډه کښې د حکومت شکریه ادا کړه او د حکومت د تعلیم عام کولو او د زده کوونکو د مالي ستونزو هوارولو لپاره د احساس سکالر شپ جاري کولو ستاینه وکړه.

Leave a reply