تخت نصرتي کښې د سرک بندول، د میرمنو او نور کسانو په ضد مقدمه درج شوه

0
233

باغي ټي وي رپورټ
مردان: د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د جلسه کولو ځای ته د راتللو لار په بندولو تور کښې د نامعلومه میرمنو سره نور ۳۰ کسانو په ضد مقدمه درج شوې ده او پولیس پلټنې پیل کړي دي.

د اې پي پي رپورټ مطابق د پولیس سټیشن یعقوب خان شهید تخت نصرتي ایس ایچ او سعید په ګواهۍ کښې مقدمه درج شوه چې وزیراعلی محمود د تخت نصرتی د شهیدانو پارک کیدونکي جلسې ته وفاقي ،صوبایی وزیران او نور مشران راتلل او ددوی د راتګ لار ی د احتجاج کوونکو له اړخه بنده شوه.
د رپورټ مطابق دا سرک د میرمنو په شمول څه ۳۰ کسانو بند کړې وو چې له وجهې ی ټریفک او نور عام اولس ډیر بد متاثره شوې وو. د روډ د بندیدو له وجهې ځای مریضان او نرو مسافرو ته ډیر مشکل مخې ته راغې او احتجاج کوونکو ښځې د یو ډهال په توګه استعمال کړې او سرک ی بند کړو.
د رپورټ مطابق په سرک د احتجاج کوونکو سره بیا ځای ذمه وارو مذاکرات وکړل او سرک ی خلاص کړو.

Leave a reply