پاکستاني قوم لپاره ښه زیرې، عمران خان د پیټرولو ګرانولو سمري رد کړې

0
185

باغي ټي وي رپورټ
په ټول ملک کښې د روانې ګرانۍ کښې پاکستاني قوم لپاره یو ښه خبر په رسنیو کې خپور شوې دې، د خبر له لارې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پیټرولیم مصنوعاتو د ګرانولو سمري رد کړي ده.

په رسنیو کښې د چاپ رپورټ مطابق وزیراعظم عمران خان ته د اوګرا له لوري یوه سمري تلې وه چې پکښې د پیټرول ۵ روپۍ د ګرانولو خبره او شوې وه خو نن د پیټرولو ګرانولو دا فیصله عمران خان رد کړه او سبا نه به پیټرول هم دې زاړه نرخ باندې پلورل کیږی.
د وزیراعظم هاوس نه جاري شوي بیان مطابق به سبا ۱۶ نومبر نه د پیټرول د موجوده نرخ برقرار وي.
یاده دې وی چې په ملک کښې د موجوده روانې ګرانې اود پیټرولیم مصنوعاتو د هره ورځ د ګرانۍ له وجهې ټرانسپورټر، سوداګر او نور عام اولس ډیر پریشان دې ، په ډیر سیمه کښې د عامو خلقو لپاره د ټرانسپورټ په کرایه کښې هم زیاتوالۍ راغلې ده.

Leave a reply