جرمني وايي چې لۀ افغانستان څخه مو د خپلو محلي کارکوونکو د ایستلو لپاره طالبانو سره خبرې روانې دي

0
206

جرمني وايي چې لۀ افغانستان څخه مو د خپلو محلي کارکوونکو د ایستلو لپاره طالبانو سره خبرې روانې دي

د یادونې ده چې هایکو ماس په دې وروستیو کې ازبکستان، تاجکستان او پاکستان ته سفر کړی دی او له یادو هېوادونو یې غوښتي دي چې د هغو افغان کډوالو پر وړاندې خپلې پولې پرانیزي چې المان یې د ایستلو پلان لري خو تر اوسه پورې دغه چاره ممکنه شوې نه ده.

(2021 / 11 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

المان وایي چې دغه هېواد په افغانستان کې د پاتې کسانو د ایستلو په موخه له ا.ا سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس جنرال انسایګر ورځپاڼې ته ویلي چې دوی د هغو افغانانو په اړه له طالبانو سره خبرې جاري ساتلې دي چې د المان اقامې یې تر لاسه کړې، یا هم په هر ډول قبول شوي دي او اوس تګ ته منتظر دي.

هغه زیاته کړې ده چې د المان حکومت د اسلام اباد په مرسته تر دوه زره ډېر سیمه ییز کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعین د ځمکې له لارې لومړی پاکستان او له هغه ځایه المان ته ایستلي دي.

اړوند موضوعات: 

جرمني کې فعالان غواړي د بسونو پر مرسته مهاجر یاد هېواد ته انتقال کړي 

Leave a reply