یونیسف وايي چې لا هم افغانستان کې د ماشومانو د ودونو دود پر ځای دی 

0
159

یونیسف وايي چې لا هم افغانستان کې د ماشومانو د ودونو دود پر ځای دی 

د دوی د مالوماتو پر بنسټ، په هېواد کې له وروستیو سیاسي بې ثباتۍ وړاندې هم یونیسف او یو شمېر نورو نړیوالو موسسو په هرات او بادغیس ولایتونو کې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ماشومانو د ودونو ۱۸۳ او د ماشومانو د پلور ۱۰ پېښې ثبت کړې وې.

 

(2021 / 11 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د ماشومان وجهي صندوق یا یونېسف وایي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو کچه تر پخوا لوړه شوې ده.

د یادې ادارې اجراییوي مشرې هنریتا فور ویلي، چې په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ خپل ۲۰ ورځني ماشومان په راتلونکي کې د مهر په بدل کې خرڅوي.

د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق د معلوماتو له مخې، په هېواد کې له ۱۵ څخه تر ۴۹ کلونو پورې ۲۸ سلنه ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي.

د دوی د مالوماتو پر بنسټ، په هېواد کې له وروستیو سیاسي بې ثباتۍ وړاندې هم یونیسف او یو شمېر نورو نړیوالو موسسو په هرات او بادغیس ولایتونو کې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ماشومانو د ودونو ۱۸۳ او د ماشومانو د پلور ۱۰ پېښې ثبت کړې وې.

ملګري ملتونه وايي، د دغو ماشومانو عمرونه له شپږو میاشتو څخه تر ۱۷ کلونو پورې وو، چې د خپلو کورنیو له خوا واده شوي او پلورل شوي دي.

Leave a reply