امریکايي سیاسي شنونکي وايي چې امریکا به بیا پر افغانستان د برید اشتباه ونکړي

امریکايي سیاسي شنونکي وايي چې امریکا به بیا پر افغانستان د برید اشتباه ونکړي
هغه ویلي، دا سمه ده چې امریکا به په نظامي لحاظ د نړۍ له سترو هېوادونو بلل کېږي خو دغه ابرقدرت چې څومره مصارف د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه وکړل بیا به ورته تېروتنه تکرار نه کړي.
(2021 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د چارو نامتو امریکایي شنونکي ویلي چې په پوځي لحاظ د طالبانو راپرځول سخت کار دی.
بارنیټ روبین وال ستریټ ژورنال ته ویلي چې متحده ایالات به هیڅکله بیا پر افغانستان د برید تېروتنه ونه کړي ځکه چې د نوموړي په وینا په پوځي لحاظ د طالبانو راپرځول د متحده ایالاتو له وس او توان پورته خبره ده.
هغه ویلي، دا سمه ده چې امریکا به په نظامي لحاظ د نړۍ له سترو هېوادونو بلل کېږي خو دغه ابرقدرت چې څومره مصارف د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه وکړل بیا به ورته تېروتنه تکرار نه کړي.
هغه دغه راز ویلي چې په سیاسي لحاظ هم بایډن له طالبانو سره ښایي مرسته ونه کړي.
روبین د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې که چېرته طالبان غواړي په رسمیت وپېژندل شي نو باید هوښیار سیاست غوره کړي او له نړۍ سره مناسب تعامل وکړي.





