جرمني کې فعالان غواړي د بسونو پر مرسته مهاجر یاد هېواد ته انتقال کړي 

0
93

جرمني کې فعالان غواړي د بسونو پر مرسته مهاجر یاد هېواد ته انتقال کړي 

دوی د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتي دي تر څو د دوی بسونو ته اسناد ورکړي چې د بیرته راګرځيدو پر وخت مهاجر په خوندي توګه آلمان ته داخل کړي.

زیبروک دویچلند ته ويلي دي چې بسونه به د دوشنبې په ورځ حرکت وکړي. په وروستیو اوونيو کې د پولند او بلاروس سرحد ته ډير مهاجر رسیدلي دي.

 

(2021 / 11 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په آلمان کې فعالان پلان لري تر څو په بسونو کې پولند ته سفر وکړي او هلته مهاجر راټول او جرمني ته يې انتقال کړي.

دغه خبره د جمعې په ورځ د مهاجرو اړوند دوو مرستندويه سازمانونو هر يو زيبروک دویچلند او ليف نو ون بیهاند کړې ده.

یاد مرستندویه سازمانونه دغه راز غواړي چې د پولند او بیلاروس د سرحد په اوږدو کې رارسیدلو مهاجرو ته مرستي هم ورسوي.

دوی د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتي دي تر څو د دوی بسونو ته اسناد ورکړي چې د بیرته راګرځيدو پر وخت مهاجر په خوندي توګه آلمان ته داخل کړي.

زیبروک دویچلند ته ويلي دي چې بسونه به د دوشنبې په ورځ حرکت وکړي. په وروستیو اوونيو کې د پولند او بلاروس سرحد ته ډير مهاجر رسیدلي دي.

رپوټونه وايي ډيری دغه مهاجر د منځني ختيځ له بحراني سیمو څخه دي.

Leave a reply