برېټانوي او امریکايي چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي

0
287

 برېټانوي او امریکايي چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي

وېسټ وایي په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او تر څنګ یې ددغه هېواد د امنیتي وضعیت او راتلونکې په اړه هم بحثونه شوي دي.

 

(2021 / 11 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له ګڼو برېټانوي چارواکو سره لیدلي دي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې په دې لیدنه کې خبرې کړې دي.

وېسټ وایي په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او تر څنګ یې ددغه هېواد د امنیتي وضعیت او راتلونکې په اړه هم بحثونه شوي دي.

اړوند موضوعات: 

د بریټانیا او امریکا لوړ پوړي چارواکي د افغانستان په اړه ناسته کوي

هغه وایي چې په دې سفر کې یې د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي او د برېټانیا د پوځ له لوی درستیز جنرال نیک کارټر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دغه راز ټینګار شوی دی چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د رسولو او امنیتي مسایلو په اړه یو نړیوال اتحاد رامنځ ته شي او له دغه هېواد سره دې اړینې مرستې وکړي.

Leave a reply