د اسلامي امارت لوړپوړه پلاوې په اول ځل د پاکستان په دوره راغلې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت یو شل کسیز لوړپوړه پلاوې پرون د پاکستان پایه تخت اسلام آباد ته په سرکاري دوره راغلې دې، د ا اسلامی امارت پلاوي دا دوره په داسې وخت کښې ده چې امریکا د افغانستان مرکزي بانک ۹.۵ ملیارده ډالر کنګل کړي دي چې له وجهې ی د افغاستان موجوده حکومت سخت مالي ستونزو سره مخ کړې دې.
د اسلامی امارت پلاوي مشري د بهرنیو چارو مرستیال مولوي امیر خان متقي کوي، ټاکل شوې ده چې افغان چارواکي به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د چین، امریکا او روس حکومتونو ځانګړو نمایندګانو سره ملاقاتونه وکړي.
د اسلامی امارت ۲۰ کسیز پلاوۍ به په اسلام آباد کښې د ټرایکا پلس هیوادونو په غونډه کښې هم شرکت وکړي او پاکستانی چارواکو سره به د دوه اړخیز تجارت ته وده ورکول، پاک افغان ټرانزټ ټریډ ته وده ورکول، په بادډر ته مسافرو تګ راتګ کښې سهولتونو او اسانتیاوي پیدا کولو او د پاکستان او افغانستان په هوایی او زمکي کچه نښلولو په اړه ټینګار وشي.
د یادونې ده چې د سلامی امارت دا پلاوې په داسې وخت کښې د پاکستان په سرکاري دوره راغلې چې امریکایی حکومت د افغانستان د مرکزی بانک ۹.۵ ملیارد ډالر کنګل کړي چې له وجهې ی دا هیواد د سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان اولس او حکومت له اړخه افغانانو سره وس هم بشري مرستې روانې دي، د ملګري ملتونو د بشري مرستو د ادارو، چین، قطر او د منځنې ایشیا هیوادونو له اړخه افغانستان سره بشري مرستې روانې دي خو د افغانستان چې کومه ستونزه هواریدل غواړي ، هغه د افغانستان مرکزی بانک ۹.۵ ملیارده ډالر دې هیواد ته ورکول دي، په داسې وخت کښې چې ژمې راغې نو ددې هیواد وګړو مشکلات نور هم زیات شوي.
د ټرایکا پلس په غونډه کښې د روس او چین نمایندګان باید په امریکا دباو راوړي چې د افغانستان ۹.۵ اربه ډالر باید افغانستان ته حواله شی چې ددې ملک حکومت او عوام مالۍ ستونزه هواره شي.






