ځوانان دې د ساینس تعلیم حاصلولو ته توجه وکړي: سید شبلي فراز

باغي ټي وي رپورټ
سینټر شبلي فراز، د ساینس او ټیکنالوجي وزیر، په یو بیان کښې ویلي دي چې پاکستان ځوانانو له په کار دي چې د ساینس او ټیکنالوجي په څانګه کښې زده کړې وکړي او په دې فیلډ کښې پرمختګ وکړي.
هغه اوویل چې که چرې مونږ په صحیح معنو کښې غواړو چې پرمختګ وکړو او د وګړو د ژوند معیار ښه کړو نو مونږ له به په کار وي چې د ساینس او ټیکنالوجي میدان ته راتلل او په دې میدان کښې پرمختګ کول وي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق سینیټر شبلي فراز د ساینس ورځ نمانځلو په مناسبت سره د یوې دستورې په محال دا اوویل چې مونږ ولې د ساینس او ټیکنالوجي په میدان کښې شاته پاتې یو، دا ستونزه او توپیر باید مونږ ختم کړو او مونږ باید په ساینس او ټیکنالوجۍ میدان کښې وړاندې مزل او پرمختګ وکړو. هغه زیاته کړه چې په هیواد کښې ادارې د ساینس په میدان کښې کار کوي او مونږ باید د ساینس په میدان کښې شپه او ورځ ډیر محنت او کار وکړو.
هغه زیاته کړل که هیواد مخ په وړاندې بوتلل وي نو باید چې مونږ د ساینس په څانګه کښې ډیر کار او محنت وکړو چې د ساینس په میدان کښې پرمختګ وکړو.
فراز زیاته کړې چې دا ډیره بدقسمتي ده چې زمونږ په هیواد کښې د ساینس او ټیکنالوجۍ مخالفت کیږي او اپوزیشن غړي د الیکرانک ووټنګ مشین نه ډار خوري.
هغه اوویل چې سټیم پراجیکټ صرف په کاغذونو کښې وو ، هغې له وس حکومت عملي شکل ورکړې شوې دې او په دې سسټم کښې میرټ ته پاملرنه کیږي او ددې سسټم نه ګټه اخستونکي سکولونو به صحیح توګه نګراني کیږي.






