۷۰ زره افغانان امریکې ته رسیدلې دي
باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې چاپ د یو رپورټ مطابق امریکا حکومت هغه افغان کډوالو له د نوي مراعاتو ورکولو پلان لري کوم چې د ۳۰ جولایی نه پس امریکا ته رسیدلې دی، د رپورټ مطابق دې افغان کډوالو ته امریکا ګرین کارډ ترلاسه کولو په اړه ځینې مراعات ورکړې کیږي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق د امریکې حکومت افغان کډوالو لپاره په قانون کښې بدلون کړې دي ، ددې بدلون دا مقصد دې چې ددې افغانانو د افغانستان نه د امریکې ته راتګ نه پس دا افغانان په امریکا کښې زر تر زر آباد کړې شي . د المان نشریاتي ادارې د رپورټ له مخه د امریکې د هوم لینډ سیکوریټي محکمې اړخه دا خبره تیره وځ شوې دې، په بیان کښې دا هم ویل شوي دي چې وسه پورې په افغانستان کښې د اسلامی امارت ته حکومت د راتلو نه پس ۷۰ زره افغانان امریکا ته تللي دي.
یاده دې وي چې د ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ چې په کومه ورځ د امریکایی او نیټو په افغانستان کښې آخري ورځ وه، ددې ورځ نه پس ډیر افغانان د خاندانونو سره مغربي هیوادونو ته لاړل، په رسینو کښې د یو رپورټ مطابق په ګنړ شمیر کښې داسې د اوولسو کالو نه کم ماشومان افغانان هم د افغانستان نه د بهر هیوادونو په لور وتلي وو کومو سره چې د مور او پلار نه وو، د رپورټ مطابق دا افغانان ماشومان بیا په قطر هیواد کښې خیریه ادارو ته سپارل شوي دي.