انفارمیشن ټیکنالوجۍ کښې پرمختګ د نن سبا وخت ضرورت دې: ډاکټر عارف علوي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان اولس یو دستورې ته په خپله وینا کښې ویلي دي چې په انفارمیشن ټیکنالوجي کښې پرمختګ نن سبا وخت اړتیا ده او که چرې مونږ د انفارمیشن ټیکنالوجي په څانګه کښې پرمختګ وکړو نو دې سره به د پاکستان قومي پیداورا زیات شي چې له وجهې ی به زمونږ هیواد ته ډیره ګټه وشي.
د اې پي پي رپورټ مطابق ، ډاکټر عارف علوي د قومي براډ بینډ نیټ ور فورم د یوې دستورې ته په خپله وینا کښې اوویل چې د نړۍ هیوادونه په انفارمیشن ټیکنالوجۍ کښې مخ په وړاندې روان دي او ترقي کوي او مونږ له به هم د انفارمیشن ټیکنالوجي کښې د پرمختګ کولو لپاره د چین په ډول زر پریکړې کول وي.
صدر علوي اوویل چې د پاکستان حکومت پوره پوره کوشش دې چې د آیی ټي په اړه مرستې وکړي او په دې میدان کښې اسانتیاوې پیدا کړي ځکه چې د آیی ټي په میدان کښې د پرمختګ کولو سره به زمونږ د ملک معیشت وده وکړي. هغه اوویل چې په آیی ټي کښې هم ورځ په ورځ جدت راځي او هم دغه شان په براډ بینډ کښې هم پراختیا راغلې دې او هم دغه وجه ده چې د حکومت کوشش دې چې په راروانو ټاکنو کښې د الیکټران ووټنګ مشینونه استعمال شي.