د وېلسن مرکز ویلي چې پر افغانستان به د پاکستان او هند سیالي ډېره شي

د وېلسن مرکز ویلي چې پر افغانستان به د پاکستان او هند سیالي ډېره شي
کوګلمن وایي ددې احتمال شته چې د افغانستان پر سر د هند او پاکستان ناندرۍ او سیالۍ په نړیواله کچه ډېرې شي او هر یو به د خپلو ګټو لپاره غږ اوچتوي.
(2021 / 11 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ښايي د افغانستان پر سر د هند او پاکستان سیالي ډېره شي. د وېلسن څېړنيز مرکز مرستیال مایکل کوګلمن په یوه مرکه کې ویلي هند هڅه کوي په افغانستان کې خپله ګټه خوندي کړي خو پر دې ډاډه دی چې پاکستان به ددې چارې موکه ور نه کړي.
کوګلمن وایي ددې احتمال شته چې د افغانستان پر سر د هند او پاکستان ناندرۍ او سیالۍ په نړیواله کچه ډېرې شي او هر یو به د خپلو ګټو لپاره غږ اوچتوي.
نوموړی وایي د ډهلي او اسلام اباد کنفرانسونه یې ښې بېلګې دي.
هغه زیاته کړې چې د ډهلي کنفرانس ښايي د افغانستان پر وضعیت اغېز و نه کړي، خو ددې اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه واحد نظر ته ورسېږي او د ثبات په راوستو کې همکاري وکړي.






