د بریټانیا او امریکا لوړ پوړي چارواکي د افغانستان په اړه ناسته کوي

0
222

د بریټانیا او امریکا لوړ پوړي چارواکي د افغانستان په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسن او د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه ناسته وکړي، د بهرنیو رسنیو په حواله بوریس جانسن به په امریکا فشار راولي چې افغانستان سره بشري مرستې زیاتې کړي.

 

(2021 / 9 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

ټاکل شوې د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسن او د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه ناسته وکړي، د بهرنیو رسنیو په حواله بوریس جانسن به په امریکا فشار راولي چې افغانستان سره بشري مرستې زیاتې کړي.

نړیوالې رسنۍ زیاتوي چې بوریس به د نورو ګڼو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هم بریټانیا د امریکا له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی ؤ چې دوی له افغانستان څخه خپل ځواکونه وایستل، بوریس هغه وخت ویل چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه په غیر مسؤله ډول وایستل او هلته یې ګڼ هغه خلک بې برخلیکه پرېښودل چې ژوند یې له خطر سره مخ ؤ.

امریکا بیا تل د خپلو ځواکونو له افغانستان څخه د ایستلو دفاع کړې او دغه چاره یې د خپل هېواد په ګټه بللې ده.

څو ورځې وړاندې بایډن وویل چې زموږ ځینې دوستو او رقیبو هېوادونو غوښتل چې موږ له افغانستان څخه خپل ځواکونه ژر ونه باسو او د افغانستان جګړه کم تر کمه یو لسیزه نور هم اوږده کړو.

 

Leave a reply