هند کې نن د افغانستان پۀ اړه غونډه ترسره کېږي

هند کې نن د افغانستان پۀ اړه غونډه ترسره کېږي
په دې غونډه کې که څه هم د طالبانو استازو ته د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې، خو طالبانو بیا ورته سیمهییزې غونډې د افغانستان په ګټله بللي دي.
(2021 / 11 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په هند کې نن د نومبر په ۱۰مه د افغانستان په اړه د سیمې یو شمېر هېوادونو د ملي امنیت سلاکارنو غونډه پیلېږي.
د مالوماتو له مخې، په یاده غونډه کې به د روسیې، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ملي امنیت سلاکاران ګډون کوي.
په دې غونډه کې که څه هم د طالبانو استازو ته د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې، خو طالبانو بیا ورته سیمهییزې غونډې د افغانستان په ګټله بللي دي.
اړوند موضوعات:
اوۀ هېوادونه هند کې د افغانستان پۀ اړه غونډه کوي
هند که څه هم پاکستان دې غونډې ته بللی و، خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف ویلي دي چې په دې غونډه کې برخه نه اخلي.
هاخوا بیا پاکستان د افغانستان په تړاو د ترویکا غونډې کوربه دی. د راپورونو له مخې، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ځي.






