اوۀ هېوادونه هند کې د افغانستان پۀ اړه غونډه کوي
اوۀ هېوادونه هند کې د افغانستان پۀ اړه غونډه کوي
تر دې وړاندې هند ویلي چې له دې کفنرانس یې موخه په سیمه کې د وضعیت ارزول، د ګواښونو پر وړاندې تیاری، افغانستان ته د دایمي سولې راوستل او د بشردوستانه مرستو برابرول دي.
(2021 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران په هند کې پر افغانستان خبرې کوي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د اوو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران نوي ډهلي ته راغلي دي او د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکې به خبرې کېږي.
په دې لیدنه کې هند هڅه کوي د خپلو هغو اندېښنو په اړه ځواب پیدا کړي چې په افغانستان کې یې د طا لبانو د واکمنېدو له درکه لري.
اړوند موضوعات:
هند د افغانستان پۀ اړه کنفرانس جوړوي؛ ګڼ نړۍوال هېوادونه پکښې ګډون کوي
تر دې وړاندې هند ویلي چې له دې کفنرانس یې موخه په سیمه کې د وضعیت ارزول، د ګواښونو پر وړاندې تیاری، افغانستان ته د دایمي سولې راوستل او د بشردوستانه مرستو برابرول دي.
په دې کفنرانس کې پاکستان او چین ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو دغه هېوادونو په یاد کنفرانس کې ګډون نه دی کړی.