لانګ وار ژورنال وايي چې د کابل لپاره د طالبانو لۀ خوا نومول شوی والي لۀ القاعده شبکې سره اړیکې لري 

0
84

لانګ وار ژورنال وايي چې د کابل لپاره د طالبانو لۀ خوا نومول شوی والي لۀ القاعده شبکې سره اړیکې لري 

طالبانو قاري بریال د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۷ د کابل ولایت د والي په توګه وټاکه. لانګ وار ژورنال لیکلي، چې قاري بریال د طالبانو له یو سخت دریځی غړو څخه شمېرل کېږي.

 

(2021 / 11 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د لانګ‌وار ژورنال د راپور له مخې، د کابل لپاره د طالبانو له‌خوا نوی ګومارل شوی والي، قاري بریال د القاعده شبکې پورې تړاو لري.

د راپور په حواله، قاري بریال د طالبانو یو نامتو قومندان دی چې د کابل په شاوخوا سیمو کې یې د امریکايي پوځیانو او ملکي وګړو د مرګونو بریدونو په ګډون د پلازمېنې کابل په شاوخوا کې بریدونه تنظیمول.

راپور کاږي، چې نوموړی طالب قومندان په منظم ډول د ایران سپاه پاسدارنو له ځواګ څخه د خپلو بریدونو د ترسره کولو لپاره پیسې ترلاسه کړې دي.

طالبانو قاري بریال د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۷ د کابل ولایت د والي په توګه وټاکه. لانګ وار ژورنال لیکلي، چې قاري بریال د طالبانو له یو سخت دریځی غړو څخه شمېرل کېږي.

اړوند موضوعات: 

زلمی خلیلزاد: امریکا به طالبان در مورد القاعده اعتماد ندارد

راپور کې دا هم ویل شوي، چې نوموړی د قاري بریال ګروپ مشري کوله، چې د ۲۰۱۰ کال په لومړیو کې یې په لیکو کې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې جنګیالي درلودل.

قاري بريال د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی او لومړی یې حزب اسلامي کې د قوماندان په توګه دنده پيل کړه، او وروسته بیا طالبانو سره یو ځای شو او د کابل، کاپيسا، پروان، پنجشېر او کونړ ولایتونو کې یې د ځواکونو مشري کوله.

Leave a reply