تاجکستان کې ایسار افغان پیلوټان امریکا ته وړل شوي دي

0
195

تاجکستان کې ایسار افغان پیلوټان امریکا ته وړل شوي دي

د نړیوالو رسنیو د خبرونو له مخې، په یادو ۲۰۰ کسانو کې ۱۵۰ هغه یې پیلوټان دي او پاتې ۵۰ نور یې خبریالان او نور افغانان دي. د راپورونو له مخې، دغه کسان به لومړی یو درېیم هېواد ته لاړ شي او له هغه ځایه به امریکا ته انتقال شي.

 

(2021 / 11 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

شاوخوا ۲۰۰ افغانان چې له ډلې یې ۱۵۰ پیلوټان دي تېره شپه ناوخته له تاجکستان څخه امریکا ته ولېږدول شول.

دغه ۱۵۰ افغان پیلوټان د امریکا له‌خوا روزلي شوي وو او د کابل له سقوط وروسته تاجکستان ته ولاړل.

د نړیوالو رسنیو د خبرونو له مخې، په یادو ۲۰۰ کسانو کې ۱۵۰ هغه یې پیلوټان دي او پاتې ۵۰ نور یې خبریالان او نور افغانان دي. د راپورونو له مخې، دغه کسان به لومړی یو درېیم هېواد ته لاړ شي او له هغه ځایه به امریکا ته انتقال شي.

اړوند موضوعات: 

امریکايي رسنۍ: تاجکستان ته تللي افغان پیلوټان تاجکستان کې  بندیان دي 

تر دې وړاندې امریکايي رسنیو لیکلي وو چې دغه افغان پیلوټان په تاجکستان کې بندیان دي.

کابل کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته امریکا شاوخوا ۱۲۰ زره کسان له افغانستان وایستل او د امریکا په ګډون یې یو شمېر اروپایي هېوادونو ته انتقال کړل.

Leave a reply