امریکايي رسنۍ: تاجکستان ته تللي افغان پیلوټان تاجکستان کې  بندیان دي 

0
116

امریکايي رسنۍ: تاجکستان ته تللي افغان پیلوټان تاجکستان کې  بندیان دي

د یادونې ده چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو سره سم د افغان پوځ پیلوټانو له الوتکو سره تاجکستان ته پناه وړې ده خو اوس هلته په زندانونو کې پراته دي.

 

(2021 / 11 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یو شمېر امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې د افغان پوځ پیلوټان او خدمه په تاجکستاني زندانونو کې دي.

د راپورونو له مخې، له افغانستان څخه تاجکستان ته تللي شاوخوا ۱۴۳ پیلوټان او خدمه په یاد هېواد کې په زندانونو کې پراته دي.

اړوند موضوعات: 

د کانګرس غړی: له افغانستانه؛ وړل شوې الوتکې د امریکا دي افغانستان پورې اړه نلري

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې دوی له تاجکستان سره په تماس کې دي او د یادو کسانو د ایستلو لپاره یې له تاجک چارواکو سره خبرې روانې دي.

د یادونې ده چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو سره سم د افغان پوځ پیلوټانو له الوتکو سره تاجکستان ته پناه وړې ده خو اوس هلته په زندانونو کې پراته دي.

Leave a reply