امریکا وايي چې د خپلو محلي کارکوونکو کورنۍ هم لۀ افغانستان نه باسو
د دې وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ د نومبر په اتمه خبریالانو ته ویلي، چې د کورنۍ په دې غړو کې ښځه یا مېړه او تر ۲۱ کلونو ښکته هغه اولادونه حسابېږي چې واده یې نهوي کړی.
(2021 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا دفاع وزارت وایي، له افغانستان څخه د کسانو ایستلو په لړۍ کې به د خپلو افغان کارکوونکو د کورنۍ غړي هم له دې هېواد څخه وباسي.
د دې وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ د نومبر په اتمه خبریالانو ته ویلي، چې د کورنۍ په دې غړو کې ښځه یا مېړه او تر ۲۱ کلونو ښکته هغه اولادونه حسابېږي چې واده یې نهوي کړی.
اړوند موضوعات:
امریکا وايي چې شا و خوا ۴۵۰ وګړي مو لا هم افغانستان کې دي
د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت دې هېواد ته له نویو رسېدلو افغانانو غوښتي، چې د خپل کورنۍ د غړو بشپړ نومونه دوی ته وسپاري.
د طالبانو راتګ سره هممهال د امریکا لهخوا د کسانو ایستلو په عملیاتو کې شاوخوا ۱۲۰ کسان له افغانستان وایستل شول، خو لا هم په زرګونه هغه کسان په افغانستان کې پاتي چې امریکا سره یې کار کړی و.










Leave a Reply