د پولنډ پولیس وايی چې دغه هېواد ته مو د سلګونو مهاجرو د ننوتلو مخه نیولې ده
د پولنډ پولیس وايی چې دغه هېواد ته مو د سلګونو مهاجرو د ننوتلو مخه نیولې ده
د پولنډ حکومت خپلې خاورې ته د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي په هدف سیمې ته ۱۲۰۰۰ پوځیان استولي دي. دوی پر بېلاروس تور پورې کړی، چې کډوال یې د پولې لور ته تلو ته هڅولي او دا یې یو مخالفانه فعالیت بللی دی.
(2021 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پولنډ چارواکو ویلي، چې پولیسو دې هېواد ته د سلګونه غیرقانوني کډوالو د ننوتو مخه نیولې ده.
دوی ویلي، دغه سلګونه ناقانونه کډوالو غوښتل له بېلاروس هېواد څخه د پولنډ پولې ته واوړي چې د پولیسو له خوا یې مخه نیول شوې ده.
د پولنډ حکومت خپلې خاورې ته د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي په هدف سیمې ته ۱۲۰۰۰ پوځیان استولي دي. دوی پر بېلاروس تور پورې کړی، چې کډوال یې د پولې لور ته تلو ته هڅولي او دا یې یو مخالفانه فعالیت بللی دی.
د مالوماتو له مخې دغه کډوال ډېری له منځني ختیځ او اسیا راغلي دي.
تر دې وړاندې لیتوانیا او لاټویا هېوادونو هم پر بېلاروس نیوکې کړې وې او ویلي یې ؤ چې د دې هېواد له خاورې په غیر قانوني توګه د وراوښتونکو خلکو شمېر ډېر شوی دی.