امریکا وايي چې شا و خوا ۴۵۰ وګړي مو لا هم افغانستان کې دي

امریکا وايي چې شا و خوا ۴۵۰ وګړي مو لا هم افغانستان کې دي
تازه د امریکا لوړپوړو چارواکو سنا ته ویلي چې دمګړی یې شاوخوا ۴۵۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې دي چې په نږدې ورځو کې به یې له دې ډلې دوه سووه کسان وباسي. سرچینه کاږي چې دوی د پاتې کسانو د ایستلو په لټه کې دي او ډېر ژر به دغه ماموریت بشپړ کړي.
(2021 / 10 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي شاوخوا ۴۵۰ امریکايي وګړي لا هم په افغانستان کې دي، په امریکا کې په وروستیو کې د حکومت او سنا ترمنځ په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو د شمېر پر سر اختلافات رامنځ ته شوي دي.
د امریکا سنا امریکايي حکومت په دې کې ناکام بولي چې د تخلیې په ماموریت کې یې مستحق کسان ایستلي نه دي.
اړوند موضوعات:
امریکا لۀ افغانستان څخه د تخلیې ماموریت څېړي
تازه د امریکا لوړپوړو چارواکو سنا ته ویلي چې دمګړی یې شاوخوا ۴۵۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې دي چې په نږدې ورځو کې به یې له دې ډلې دوه سووه کسان وباسي. سرچینه کاږي چې دوی د پاتې کسانو د ایستلو په لټه کې دي او ډېر ژر به دغه ماموریت بشپړ کړي.
د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې هالنډ هم ویلي چې شا و خوا دوه زره هغه کسان به لۀ افغانستان څخه وباسی چې دوی سره ئې کار کړی او اوس ئې ژوند لۀ جدي ګواښ سره مخ دی.






