د جرمني لومړۍ وزیره: افغانستان کې خپلو موخو ته ونۀ رسېدو

د جرمني لومړۍ وزیره: افغانستان کې خپلو موخو ته ونۀ رسېدو
هغې ویلي چې په افغانستان کې ماتې یوازې د المان ماتې نه ده بلکې په دغه هېواد کې پوځي حضور لرونکي هېوادونه ټول ملامت دي ځکه دوی د میلیاردونو ډالرو په مصرفولو سره ونه توانېدل افغانستان ته سوله او ثبات راولي.
(2021 / 11 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل په یوې تازه مرکه کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې تېر شل کلن ماموریت ناکام بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی ونه توانېدل په دغه هېواد کې خپل اهداف تر لاسه کړي.
مرکل د اندېښنې په څرګندولو سره څرګنده کړې چې دوی له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په دې هڅه کې ناکام شول چې په افغانستان کې یو باثباته نظام رامنځته کړي څو د هغه په چارچوب کې ښځې وکولی شي کار وکړي، نجونې ښوونځیو ته لاړې شي او خپلې هیلې پوره کړي.
اړوند موضوعات:
جرمني لۀ افغانستان سره ۶۰۰ میلیونه یورو بشري مرستې کوي