جرمني لۀ افغانستان سره ۶۰۰ میلیونه یورو بشري مرستې کوي 

0
323

جرمني لۀ افغانستان سره ۶۰۰ میلیونه یورو بشري مرستې کوي 

د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.

 

(2021 / 11 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د آلمان حکومت وايي، چې له افغانستان سره ۶۰۰ ميليونه يورو بشري مرسته کوي.

آلمان ویلي چې دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د بشرپالنې په نیت کيږي. سرچينې ويلي، چې يادې پيسې به د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې تر څنګ د هغو نړيوالو ادارو د بودجې د تامين لپاره ولګول شي، چې د اړمنو افغانانو ملاتړ کوي.

اړوند موضوعات:  

امریکا او ملګرو ملتونو د افغانستان پۀ اړه د بشري مرستو پر همغږۍ ټینګار کړی 

آلمان تر دې مخکې هم د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره د ورته مرستو اعلان کړی و.

د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې څو څو ځلي ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو خبر ورکړی چې افغانستان کې اړمنو سره پر وخت مرستې ونشي؛ ناورین به رامنځته شي.

 

Leave a reply