لنډیکوتل کښې د ګرانۍ خلاف احتجاج شوې دې

0
154

باغي ټي وي رپورټ
لنډیکوتل: د ضلع خیبر په هیډکوارټر تحصیل لنډیکوتل کښې د پیر په ورځ د جماعت اسلامی مشران، غړو او مقامي خلقو له اړخه په ملک کښې د روانې ګرانۍپه ضد احجاجي مظاهره وکړه.

د احتجاجي مظاهر د جماعت اسلامی لنډیکوتل امیر حاجي مقتدر شاه آفریدي په مشرۍ کښې تابیا شوې وه، احتجاجي مظاهریو ته خپله وینا کښې د لنډیکوتل امیر اوویل چې په ملک کښې موجوده حکومت نااهل او رشوت خور دې او دوی د غریب اولس د ستونزو په هوارولو کښې پاتې راغلي دي.
نوموړی اوویل چې جماعت اسلامی به ددې کرپټ حکومت احتساب وکړی او جماعت اسلامی هغه پارټي ده چې د اولس ستونزو د هوارولو طاقت لری او د اولس په ستونزو ښه خبر دي او د هوارولو لپاره ی پوره پلان لري.

احتجاجي مظاهرینو په ملک کښې د ګرانۍ په ضد نعرې اووهلې او غوښتنه ی وکړه چې په ملک کښې دې روانه ګرانۍ ختمه کړې شي او حکومت دې غریب اولس ته په صحیح معنو کښې ریلیف ورکړي.

Leave a reply