د نوازشریف جایداد د نیلامۍ اعلان وشو
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د پاکستان مسلم لیګ ن مشر میامحمد نوازشریف د جایداد د نیلامۍ اعلان شوې دې، د نوازشریف د اپرمال جایداد نیلامي د اسسټنټ کمشنر لاهور کینټ له اړخه جاري شوې یوې اعلامیه کښې شوي ده، ددې اعلامیی مطابق دا نیلامي به په ۱۹ نومبر وشي.
په اعلامیه کښې وایی چې دا نیلامي به د اسلام آباد د ۳ نمبر احتساب عدالت د حکم ترلاندې ترسره شی او ددې نیلامۍ لپاره به د کینټ هال او نور ځایونو کښې اشتهارونه هم رازوړند کړې شي.
په رسنیو کښې چاپ د یو رپورټ مطابق روان کال په اپریل کښې د اسلام آباد احتساب عدالت د توشه خانه په مقدمه کښې د نواز شریف غیرمنقوله جایداد د نیلامۍ حکم ورکړې وو.
په توشه خانه ریفرنس کښې د نوازشریف د جایداد نیلامي کولو په معامله نیب د ۳ نمبر احتساب عدالت ته درخواست جمع کړې وو.
د نیب په درخواست کښې داسې لیکل شوي وو چې اړوند ادارې او چارواکي دې د نواز شریف ضبط شوي جایداد د نیلامي کولو لپاره کار وکړي.