د روغتیايي تجهیزاتو یوه بله محموله کابل ته رسېدلې ده
د روغتیايي تجهیزاتو یوه بله محموله کابل ته رسېدلې ده
سرچینه وایي چې په دې محموله کې تر ډېره صحي تجهیزات شامل دي. یاده اداره وايي چې د اګسټ له دېرشمې تر دې دمه یې شاوخوا شپېته متریک ټنه روغتیايي توکي افغانستان ته رالېږلي دي چې د شاوخوا یو نیم میلیون افغانانو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي دي.
(2021 / 11 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روغتیا نړیوالې ادارې د روغتیايي تجهیزاتو یوه محموله کابل ته رسېدلې ده. د روغتیا نړیوالې ادارې له لوري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي چې د نږدې پنځه زره افغان ماشومانو د درملنې لپاره یې روغتیايي توکي افغانستان ته لېږلي دي.
اړوند موضوعات:
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې تر اوسه ۲۲۹ ټنه روغتیايي افغانستان ته انتقال شوي
سرچینه وایي چې په دې محموله کې تر ډېره صحي تجهیزات شامل دي. یاده اداره وايي چې د اګسټ له دېرشمې تر دې دمه یې شاوخوا شپېته متریک ټنه روغتیايي توکي افغانستان ته رالېږلي دي چې د شاوخوا یو نیم میلیون افغانانو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغانستان سره به په بېلو برخو کې خپلو روغتیايي مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د روغتیايي نظام له پاشل کېدو مخنیوی وکړي.