ایرو ایشیا: پاکستان پۀ لټه کې دی چې روسیې سره اړیکې پیاوړې کړي  

0
90

ایرو ایشیا: پاکستان پۀ لټه کې دی چې روسیې سره اړیکې پیاوړې کړي  

په دغه مطلب کې راځي چې په وروستیو کلونو بیا په تېره په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او روسیې ترمنځ تګ راتګ ډېر شوی دی او ددواړو هېوادونو نظامي چارواکي په خپلو کې پر نوو طرحو او پلانونو کار کوي.

 

(2021 / 11 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان له روسیې سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی. ایرو ایشیا رېویو نشریې په یوه تحلیل کې ویلي چې پاکستان له کلونو راهیسې غواړي له روسیې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او په دې برخه کې یې سیاسي هڅې ډېرې کړې دي.

سرچینه کاږي پاکستان تر ډېره غواړي له روسیې سره پياوړې نظامي اړیکې ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډېرې شي.

په دغه مطلب کې راځي چې په وروستیو کلونو بیا په تېره په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او روسیې ترمنځ تګ راتګ ډېر شوی دی او ددواړو هېوادونو نظامي چارواکي په خپلو کې پر نوو طرحو او پلانونو کار کوي.

سرچینه وایي چې له همدې امله د یادو هېوادونو ترمنځ ګډ نظامي تمرینات ترسره کېږي او ښایي دا همکارۍ ډېرې شي.

Leave a reply