د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې تر اوسه  ۲۲۹ ټنه روغتیايي افغانستان ته انتقال شوي 

0
135

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې تراوسه  ۲۲۹ ټنه روغتیايي افغانستان ته انتقال شوي 

د روغتیا نړیوال سازمان یو له هغو سازمانونو څخه دی چې د تېر جمهوري نظام تر چپه کېدو وروسته یې هم اړمنو افغانانو ته د روغتیایي خدماتو د رسولو په هدف خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

 

(2021 / 10 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د اګسټ میاشتې له ۳۰مې څخه بیا تر اوسه پورې یې په ۱۲ پروازونو کې ۲۲۹ مټریک ټنه روغتیایي مواد افغانستان ته را لېږدولي دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې دغه روغتیايي مواد به ۲.۷ میلیونو افغانانو ته چې بېړنو روغتیايي موادو ته اړتیا لري ورسول شي.

یاد سازمان څرګنده کړې ده چې راتلونکې اوونۍ به نور روغتیایي تجهیزات هم افغانستان ته را ولېږدوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یو له هغو سازمانونو څخه دی چې د تېر جمهوري نظام تر چپه کېدو وروسته یې هم اړمنو افغانانو ته د روغتیایي خدماتو د رسولو په هدف خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

Leave a reply