د ایراني چارواکو د غلطې رویې لۀ امله ښايي افغان پانګوال لۀ ایران څخه خپلې پانګې وباسي
د ایراني چارواکو د غلطې رویې لۀ امله ښايي افغان پانګوال لۀ ایران څخه خپلې پانګې وباسي
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډو خونو ویلي چې همدا روانه میاشت د پانګونې ۴۴ طرحې څېړل شوې چې له دې ډلې ۱۷ یې په افغان سوداګرو پورې اړه لري، خو که د ایراني حکومت اوسنی چلند دوام کوي نو ښایي دغه هېواد کې افغان پانګه وال نور پانګونې ونه کړي.
(2021 / 11 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ښايي افغان پانګه وال له ایران خپلې پانګې او شتمنۍ وباسي.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډو خونو چارواکو ویلي چې ایران په وروستیو کې د بهرنۍ پانګونې لپاره شرایط سخت کړي او تر څنګ یې له افغان پانګه والو سره ددوی چلند او راکړه ورکړه دومره مناسبه نه ده.
سرچینه وایي له همدې امله ښايي افغان پانګه وال خپلې پانګې او شتمنۍ له ایران وباسي او تر ډېره یې په ترکیه کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.
اړوند موضوعات:
په دې خطه کښې د ایران،پاکستان او افغانستان اهمیت
راپورونه وایي چې دمګړی لسګونه افغان سوداګرو په ایران کې پانګونه کړې ده او ایراني حکومت د پانګونې لپاره داسې شرطونه اېښي چې ګواکي تر ۱،۲ میلیونه ډالره ټيټې پانګونې ته د پام وړ ارزښت نه ورکول کېږي.