کوهاټ لپاره د ۲۰ کاله پرمختیایی منصوبه بندۍ اعلان شوې دې

0
117

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د ضلعو لپاره جوړه شوې د پرمختایی کارونو لپاره جوړ شوي کمیسون په یوه غونډه کښې د کوهاټ لپاره د ۲۰ کلنې منصوبې منظوري ورکړې او ددې پرمختایی کارونو لپاره بشپړ پلان هم اعلان شوې دې.

د ضیاالله بنګش، د صوبایی اسمبلۍ غړي او د د ضلعي پرمختایی کارونو لپاره جوړه شوې د کوهاټ سیمې مشر ضیاالله بنګش په مشرۍ کښې په غونډه کښې اوویل شو چې د کوهاټ دا پرمختایی پروژي د ذراعت، تعلیم او صحت په میدان کښې عملی شي او په دې پروژو به کروړونه روپی لګښت راشي چې عام اولس ته به ی ډیره ګټه ورسي.
په دې غونډه کښې د کوهاټ د پرمختایی پروژو په اړه بریفنګ ورکړې شو، ضیاالله بنګش په ټویټر پانړه وایی چې ددې پرمختایی پروژو په وجه به د کوهاټ د اولس په اقتصاد او عام ژوند ډیر ښه اثر وشي.
د یادنې ده چې پرون په مانسهره کښې هم د خیبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان یوې لوی عوامي جلسې ته په خپله وینا کښې اوویل چې د پي ټي آیی حکومت بغیر د څه توپیره د عام اولس لپاره پرمختایی منصوبي عملي او کوشش ی دې چې دې پروژو نه په ګنړ شمیر کښې عام اولس ګټه واخلي.


…………………………………………………………………………………..

Leave a reply