پاکستان او ایران دوه اړخیز تجارت ۵ اربه ډالرو ته اوچتوي

0
165

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د تجارت او اقتصاد اړوند چارواکو په يو بیان کښې ویلي دي چې د پاکستان او ایران ترمینځ تجارت ۵ پینځه اربه ډالرو ته د رسولو پلان ی پیل کړې دې چې دې سره به د دواړو هیوادونو معیشت ښه شی او د عام اولس په ژوند به هم ډیر ښه اثر وشي.

د خالي په ورځ د وزیراعظم عمران خان د تجارت او اقتصاد لپاره سلاکار عبدالرزاق داود د ایران په پایه تخت تهران کښې د یو شریکې تجارتي کمیټۍ د غونډې نه وړاندې د ایران د صنعت او تجارت وزیر سید رضا فاطمی سره ملاقات وکړو، په دې ملاقات کښې د پاکستان او ایران ترمینځ تجارت ته وده ورکول په موضوع خبرې اترې وشوې.
په دې موقع د ایران د تجارت چارواکي پاکستاني سرمایه کارو او سوداګر ته بلنه ورکړې شو چې دوی په ایران کښې هم سرمایه کاری کولې شی او د پاکستان سوداګرو او پانګه اوچوونکو لپاره به د ایران حکومت اسانتیاوې او سهولتونه ورکړي.
په دې ملاقات کښې د ژمنه هم وشوه چې د پاکستان او ایران د شریکې کمټې غونډې پریکړې به عملي کړې شي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ تجارت ښه شي او قومي معیشت او خزانو ته ګټه وشی او د عام اولس ژوند هم ښه شي.

Leave a reply