په خیبر پښتونخوا کښې به بلدیاتي ټاکني په اعلان شوي نیټه وشي: الیکشن کمیشن پاکستان

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د عامو ټاکنو کمیسون له اړخه په یو بیان کښې ویل شوي دي په سوشل ميډيا د دسمبر په 19 د خيبر پښتونخوا د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو خبره په کلکه رد کوو. په دې لړ كښې څرګنده كړې شوې ده چې په خېبر پښتونخوا كښې به د دسمبر په 19مه نېټه د ټاكل شوي شيډول سره سم انتخابات كولې شي.
د اليكشن كمېشن له خلكو څخه غوښتنه كړې چې په دې لړ كښې د هر قسمه خبرونو د دتصدیق کولو لپاره ددوی د عامو اړیکو دفتر سره اړیکې ونیسي۔ د کمیسیون ویب پاڼه او د عامه اړیکو دفتر دې په غلطو او بې اساسه خبرونو باور ونه کړي او دا ډول ناسم خبرونه دې له تایید پرته شریک هم نه کړي.
د ټاکنو کمیسون زیات کړې ده چې په هره صوبه کښې د ټاکنو کمیسیون د عامو اړیکو مسوولین شتون لري او په مرکز کې د عامو اړیکو ریاست سره هم باید اړیکه ونیول شي او یوازې د ټاکنو کمیسیون لخوا صادر شوي بیانونه او مطبوعاتي اعلامیې د عامه پوهاوي لپاره شریکې او خپرې کړې شي.





