د لنډیکوتل معذورانو غوښتنه کړې چې دوی سره دې امتیازی سلوک بند کړې شي

0
130

باغي ټي وي رپورټ
د تیرو لسو کالو راهسې معذوره لوبغاړي له پامه غورځول شوي، د ضلع خیبر سپورټس انچارج د معذورانو سره سلوک او رویه د غندنې وړ ده، د معذورو کرکټ لوبډله باید په میرټ جوړه شي.

دا غوښتنې د ضلع خیبر لنډیکوتل معذورو کسانو رسنیو سره په خبرو اترو کښې کړي دي، د معذورانو تنظیم مشرانو محمدالله آفریدی رسنیو ته اوویل چې په دضلع خیبر د معذاروانو سره دې توپیري چلند بند شي او دوی ته پاملرنه شوی.
د معذرانو تنظیم مشرانو اوویل چې ددې سیمې معذران اکثر غریبه او بې وسه دي او عوامي نمایندګان او حکومتي چارواکي دې ددوی سر مرستې وکړي چې دوی هم لکه د نور انسانو ژوند تری کړي.
دوی په یو ځایی معذور تن تور ولګولو چې په پیښور کښې جاري د لوبو په میله کښې ی دوی د نظره غورځولي دي او دوی به دا ظلم او توپیر چلند کله هم و نه زغمي او ددې توپیري چلندي په ضد په احتجاجی مظاهر هم وکړی.

Leave a reply