په تورخم پوله مزدوران ماشومان

0
231

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم په ګنړ شمیر کښې مزدوران ماشومان محنت مزدوري کوي او د خپل کور او خاندان لپاره د آمدن ذریعه ده.

په پاک افغان پوله تورخم د افغانستان او د پاکستان قبایلي سیمو ماشومان مزدوري کوي، ماشومان د پاکستان نه افغانستان ته او یا افغانستان نه پاکستان ته سامان راوړي او دوی د خپل خاندان لپاره یو وخت دوه وخت د خوراک وسیله برابروي.
د بارډر سرچینو مطابق دا ماشومان په بارډر موجود د اهلکارو نه وهل ټکول هم خوري او په رسنیو کښې د چا پ رپورټ مطابق یو څو ورځې وړاندې یو ۸ اته کلن ماشوم یو د تجارتي سامان نه ډک ټرک اووهل او مړ شو.
د بارډر سرچینو ترمخه په دې مزدورانو ماشومانو کښې ګنړ شمیر وړې جونه هم دي چې محنت مزدوری کوي، د یادونې ده چې څه وخت وړاندې به نړیوال د ماشومانو د حقونو سازمانونو دې ماشومانو د خیرښیګړي او د تعلیم لپاره کارکولو او دې ماشومانو سره به ی مرستې هم کولې خو نن سبا دې ماشومانو لپاره داسې اداره نشته چې دې مزدورانو ماشومانو د خیرښیګړې او د تعلیم حاصلولو لپاره کار وکړي.
ځایی خلق او دا مزدور ماشومان غوښتنه کوي چې دوی سره دې مالي مرستې وشي او ددوی لپاره دې په مازیګر کښې د سکول او د زده کړې هم بندوبست وکړې شي چې د نورو ماشومان په شان دا مزدوران ماشومان هم زده کړې وکړي او په معاشره کښې خپل اهم رول ولوبوی او کومو غلطو لاسونو ته و نه رسي.

Leave a reply