حکومت غریب اولس له د څه سزا ورکوي. سردار حسین بابک

0
125

باغي ټي وي رپورټ
د عوامي نشنل پارټۍ جنرل سیکرټري سردار حسین په حکومت سختې نیوکې کړي دي او وایی چې حکومت دې په غریب عوام رحم وکړي او دې اولس له دې نوره سزا نه ورکوي.

په ټویټر پانړه د عوامي نیشنل ګوند جنرل سیکرټری سردار حسین بابک په یو بیان کښې ویلي دي چې حکومت له په کار دي چې پاکستاني اولس له په صیح توګه ریلیف ورکړي ځکه چې دا د حکومت ذمه واري ده چې اولس ته ریلیف ورکړي او د عوامو لپاره اسانیتاوي پیدا کړي.
بابک زیاتوي چې په ملک کښې د ګرانۍ په ضد به د عوامي نشنل ګوند احتجاجونه دوام ولري ترڅو چې حکومت د عوام لپاره دا ګراني ختمه نه کړي. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت له په کار دي چې د عوامو مشکلات کم کړي او د عوامو لپاره په صحیح معنو کښې یو ریلیف پیکج ورکړي.

Leave a reply