د عراق پر لومړي وزیر برید شوی 

0
148

د عراق پر لومړي وزیر برید شوی 

په رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې لومړی وزیر ټپي دی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی. د عراق لومړي وزیر بیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې دی دمګړی روغ دی او له خلکو یې د زغم غوښتنه کړې ده. د لومړي وزیر کور د بغداد په شنه سیمه کې دی او له سختو امنیتي تدابیر برخمن دی.

 

(2021 / 11 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د عراق لومړی وزیر له یوه برید روغ وتلی دی. د راپورونو له چاودېدونکو توکو ډک ډرون د لومړي وزیر مصطفی کاظمي پر کور برید کړی دی چې ګڼ کسان یې ټپیان کړي خو دی له پېښې روغ وتلی دی.

په رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې لومړی وزیر ټپي دی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی. د عراق لومړي وزیر بیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې دی دمګړی روغ دی او له خلکو یې د زغم غوښتنه کړې ده. د لومړي وزیر کور د بغداد په شنه سیمه کې دی او له سختو امنیتي تدابیر برخمن دی.

  تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو راپورنه وايي چې د لومړي وزیر شپږ ساتونکي سخت ټپيان شوي دي.

Leave a reply