په دې خطه کښې د ایران،پاکستان او افغانستان اهمیت

0
165

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان، ایران او افغانستان درې مسلمان ګاونډي هیوادونه دي، پاکستان يواځینې مسلمان هیواد چې ایټمي طاقت لري ، ایران قدرتي وسایل لکه ګیس او د تیل ذخیرې لري خو دا ډیره د بدقسمتي ده چې د ایران ،پاکستان او افغانستان ترمینځ داسې څه ستونزې او وجهې شته چې ددې په وجه دا هیوادونه خپل مینځ کښې ښې اړیکي نه لري.

ددې درې واړو هیوادونو اهمیت نن سبا دچین سي پیک په وجه هم ډیر زیات شوې دې، چین د بلوچستان ګوادر بندرګاه په مدد سره خپل صادرات د دنیا نورو هیوادونو ته د پاکستان په ذریعه رسول غواړي، هم دا سي پیک افغانستان سره او بیا منځنې ایشیاته غزول غواړي، که چرې سي پیک افغانستان ته وغزول شی نو چین لپاره به په منځنۍ ایشیا کښې یو ډیر آسان او ارزان مارکیټ په لاس راشي.
که پاکستان او ایران دغه مسلکی اختلافات او مذهبي او لسانی نفرت یو طرف ته کړي نو ددې هیوادنو ترمینځ به اړیکې ښې شي ، که اوګورو د مغربي هیوادونو ته نو دوی هم دغسې مذهبي اختلافات لري، څو ک به یهودي وي، څوک عیسایی وی خو که بیا اوګورې نو په خپل مینځ کښې ښه سفارتي او تجارتي اړیکې وي او هم ددې تجارتي اړیکو په وجه د یو بل معیشت او خزانو ته ډیره ګټه ورکوي او هم دغه رنګ ی هم حکومتونه او هم عام اولس د خوشحالۍ او ترقې ژوند تیروي.
که پاکستان، ایران او افغانستان چارواکي هم په یو ټغرکښيني نو هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان ،ایران او افغانستان به هم د ښه او خوشحاله ګاونډی هیوادونه په شان شي، که دوی په یو اتفاق شي نو ددوی تجارت به وده وکړي، عام اولس به سره ښې اړیکې ولري او دا به د یو بل په تجارت او ژوند ډیره ښه اغیزه ولري او د ټولو مسلمان هیوادونو معیشت او خزانې به ډکې شي او نور مغربي هیوادونو ته به حاجت پاتې نه شي.
ددې ملکونو د ترقي او خوشحالي لپاره که یو څیز ډیر ضروري دې هغه په افغانستان کښې امن دې، که په افغانستان کښې امن راشي نو په دې ټوله منطقه ددې امن ښه اثر کولې شي او ددې علاقې تقدیر بدلولې شي.

Leave a reply