د ا.ا.ا د قومونو پر یوالي ټینګار کړی دی

د ا.ا.ا د قومونو پر یوالي ټینګار کړی دی
مولوي عبدالکبیر ویلي چې دوی په افغانستان کې د یووالي او اتحاد لپاره مبارزه کوي او هڅه کوي ټول افغانان په یوه ځای کې سره راټول کړي او د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.
(2021 / 11 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د بېلو قومونو ترمنځ پر یووالي او نږدېوالي ټینګار کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له مذهبي مشر او پخواني سیاستوال استاد محمد اکبري سره کتلي دي.
اړوند موضوعات:
ایران پر طالبانو غږ کړی چې ټولشموله حکومت دې جوړ کړي
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او د قومونو ترمنځ پر یووالي او نږدېوالي ټينګار کړی دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي چې دوی په افغانستان کې د یووالي او اتحاد لپاره مبارزه کوي او هڅه کوي ټول افغانان په یوه ځای کې سره راټول کړي او د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.
استاد اکبري هم ټينګار کړی چې افغانان باید خپل یووالی وساتي او په دې حساسو شرایطو کې دې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.






