المان د افغانستان لۀ نوي حکومت سره د اړیکو د پراختیا پۀ موخه افغانستان ته استازی لېږي

المان د افغانستان لۀ نوي حکومت سره د اړیکو د پراختیا پۀ موخه افغانستان ته استازی لېږي
الماني رسنۍ بیا وایي دغه هېواد کوښښ کوي چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره له نوي حکومت سره اړیکې ولري او په دې توګه د خلکو په ژغورلو کې خپله ونډه واخلي.
(2021 / 11 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
المان د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی. د المان رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې المان یو پلاوی کابل ته ولېږي او دغه پلاوی به له طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او ګڼو نورو مهمو مسایلو خبرې کوي.
ددغه پلاوي مشري به المانی ديپلومات مارکس پوتزل کوي. هغه له طالبانو سره له اوږده مهاله په مذاکراتو بوخت دی او هڅه کوي د المان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
اړوند موضوعات:
جرمني کې فعالان غواړي د بسونو پر مرسته مهاجر یاد هېواد ته انتقال کړي
ټاکل شوې چې دغه سفر په راتلونکو اونیو کې ترسره شي خو کره نېټه یې نه ده په ګوته شوې.
الماني رسنۍ بیا وایي دغه هېواد کوښښ کوي چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره له نوي حکومت سره اړیکې ولري او په دې توګه د خلکو په ژغورلو کې خپله ونډه واخلي.






