ایران پر طالبانو غږ کړی چې ټولشموله حکومت دې جوړ کړي

0
172

ایران پر طالبانو غږ کړی چې ټولشموله حکومت دې جوړ کړي

نوموړي تېره ورځ خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې ویلي، ایران افغانستان کې له ټولو اړخونو سره تماس کې دی او د دې هېواد چارې په دقت څاري.

د نوموړي په خبره، ایران له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او دا هغه څه دي چې د ده په وینا د کډوالۍ مخه نیسي.

 

(2021 / 10/ 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران بهرینو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وایي، طالبان دې داسې یو حکومت جوړ کړي، چې ټول افغان قومونه په‌کې شامل وي.

نوموړي تېره ورځ خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې ویلي، ایران افغانستان کې له ټولو اړخونو سره تماس کې دی او د دې هېواد چارې په دقت څاري.

د نوموړي په خبره، ایران له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او دا هغه څه دي چې د ده په وینا د کډوالۍ مخه نیسي.

اړوند موضوعات: 

وزیر خارجه ایران: تشکیل دولت فراگیر در افغانستان پیش‌ روی ماست

ایران دا خبرې په داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن په دې هېواد کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو لویه غونډه جوړه شي.

ایران طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې، خو طالبانو بیا یاده غونډه مهمه بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار وکړ چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان ګاونډي هېوادونو افغان ملت، نړۍ او کابل کې واکمنۍ موقتې ادارې یو او ګډ پیغام ورکوي.

Leave a reply