سعودي عربستان لۀ امریکا د میلیونونو ډالرو پۀ ارزښت نظامي وسائل اخستي 

0
187

سعودي عربستان لۀ امریکا د میلیونونو ډالرو پۀ ارزښت نظامي وسائل اخستي 

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې په تېر میلادي کال کې پر سعودي عربستان د سرحد له بلې غاړې څخه بريدونه ډېر شوي دي نو ځکه یې پر سعودي د وسلو د دې پلور اجازه ورکړل شوې ده.

 

(2021 / 11 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا دفاع وزارت ويلي چې سعودي عربستان ته به له هوا څخه هوا ته د ويشتونکو توغنديو له ورکړې سره د دغه هيواد امنيت نور هم ټينګ شي.

د ولسمشر بايدن د ادارې له خوا پر سعودي عربستان د وسلو د پلور دا لومړۍ معامله ده.

د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې پر سعودي عربستان يې د ۶۵۰ میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور يوه هوکړه کړې ده.

اړوند موضوعات: 

سعودي عربستان د بې پیلوټه الوتکې د جوړېدو ادعاء کړې ده 

د دې پر اساس به امريکا سعودي عربستان ته له فضا څخه فضا ته ويشتونکي ۲۸۰ عصري توغندي ورکوي.

پنټاګون ويلي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د وسلو د پلور دا هوکړه تایید کړې ده څو د اوسنيو او راتلونکو خطرونو د ځواب ويلو له پاره له سعودي عربستان سره مرسته وشي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې په تېر میلادي کال کې پر سعودي عربستان د سرحد له بلې غاړې څخه بريدونه ډېر شوي دي نو ځکه یې پر سعودي د وسلو د دې پلور اجازه ورکړل شوې ده.

Leave a reply