سعودي عربستان د بې پیلوټه الوتکې د جوړېدو ادعاء کړې ده 

0
149

سعودي عربستان د بې پیلوټه الوتکې د جوړېدو ادعاء کړې ده 

سعودي چارواکو دغه راز ویلي چې دوی د پوځي توکو له دوو سترو شرکتونو سره قراردادونه کړي دي څو وکولی شي د سیمې په کچه پرمختللې الوتکې جوړې او نندارې ته وړاندې کړي.

 

(2021 / 11 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سعودي عربستان د نظامي صنایعو ادارې ویلي چې د دغې ادارې کارکوونکو یوه پرمختللې بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې ده.

د سعودي چارواکو په خبره، دا الوتکه چې حارس الاجوا (د اسمان ساتونکې) نومېږي نن نندارې ته وړاندې شوې ده.

سعودي چارواکو دغه راز ویلي چې دوی د پوځي توکو له دوو سترو شرکتونو سره قراردادونه کړي دي څو وکولی شي د سیمې په کچه پرمختللې الوتکې جوړې او نندارې ته وړاندې کړي.

سعودي د جوړې کړې الوتکې یوازینی انځور خپور کړی دی او تر اوسه پورې یې د یادې الوتکې په اړه ډېر جزیات نه دي رسنیز کړي.

Leave a reply