د اسلامی امارت فتح باید په رسمیت اوپیژندل شي: جماعت اسلامی پاکستان

0
111

باغي ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامی پاکستان مرستیال او پخوانۍ پارملاني مشر میاقت بلوج په یو بیان کښې ویلي دي چې په افغانستان کې د افغانانو د سترې بريا په نه منلو سره په افغانستان کې د فساد او ترهګرۍ نوي بنسټونه ايښودل شوي دي.

د جماعت اسلامي مرستيال او پخواني پارلماني مشر د خيبر پښتونخوا صوبايي شورا قومي پيوستون او خبريالانو ته د وينا پر مهال وويل چې پاکستان باید په دې دسیسو کې برخه وا نه خلي، بلکې د نړیوالې استعماري اجنډا د شنډولو لپاره باید په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او په کابل کې د اسلام له واکمنۍ څخه د وېرې پر ځای، په افغانستان کې د اسلام حاکمیت په رسمیت وپېژني او په پاکستان کې یې د تطبیق ډاډ ورکړي.
بلوچ اوویل چې حکومت باید هغه قانون چې له قرآن او سنتو سره په ټکر کې وي، بېرته واخلي او له اساسي قانون څخه د انحراف له امله له الله او ملت څخه بښنه وغواړي. هغه اوویل چې د اقتصادي بحران او د ګرانۍ له وجهې د عام اولس ژوند ډیر سخت شوې دې، دا وسنې حکومت په ملک کشې د ګرانې، رشوت ، سود ، قرضې او د آیی ایم ایف نوې اقتصادي پلانونو رواړول او عملي کولو ذمه وار دې.
بلوچ اوویل چې د بې روزګارۍ او د ګرانۍ په ضد به ټول عوام بهر را اووځي او ددې حکومت په ضد به احتجاجونه پیل کړي.

Leave a reply